ولایتي خبرونه ( غور- سمنګان ) د غور ولایت په زندان کې  (۱۳) تنو د ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو  د ښوونیز او مسلکي زده کړو  ۷ ورځني سمینار بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۴:۲۰
ولایتی

دغه ۷ ورځنۍ سمینار کې چې  د یاد ولایت ۱۳ ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو په کې ګډون درلود د نوموړي زندان‎  د تجربه لرونکو ښوونکو له لورې زده کړې ورکړل شوې.

یادو ګډونوالو ته په نوموړي سمینار کې د تورنو د ساتلو، ښه چلند کولو، د هغوی د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ورکړل شوي دي.

د دې زندان مسوولینو د یاد سمینار ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې بېرته چارو ته پر ورستنېدو له تورنو سره لا نور هم ښه چلند وکړي او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو دوی د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د یونیسف موسسې له لورې د سمنګان ولایت د زندان ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره‎ د حفظ الصحې توکو ترڅنګ د کمپلو مرسته وشوه

د یاد ولایت د مسوولینو په وینا، په دغه مرسته کې د حفظ الصحې  توکو ترڅنګ کمپلې او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول چې  د یاد محبس  مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره پر ښځینه محبوسینو او  محجوزینو وويشل شول.

 

ربیع الثاني ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS