ولایتي خبرونه ( بادغیس، میدان وردګ) د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د نړېوالې ټولنې صندوق عملیاتي مسوول په مشرۍ پلاوي سره ولیدل او په اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۸
ولایتی

داراز، د یاد زندان له ښځینه محبوسینو سره د نوموړي صندوق له لورې د روغتیايی توکو، یو شمېر کمپلو او ترپالونو مرسته هم وشوه.
همداشان، د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د یاد صندوق څخه مننه وکړه او د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان یو تن پایواز، زندان ته د موبایل د لېږد په تور ونیول شو
یو تن پایواز چې غوښتل یې یو ځیرک مبایل د میدان وردګ ولایت زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال ترې کشف، ضبط او له لېږدوونکي سره یوځای د یوې دوسیې په ترڅ کې رسماً اړوندې برخې ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شول.

شوال المکرم ۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال: د نظامي پرسونل لپاره مخکینيو ښوونیزو او روزنيزو پروګرامونو ډېره مثبته پایله لرله

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(دوشنبې) د نظامي ښوونې او روزنې د برخې لا پیاوړتیا په موخه د یوې جوړې شوې غونډې پرمهال چې د نوموړې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړه

محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او ورسره مل پلاوي یې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او پر اړوند مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
دارا. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۴:۳۵
Background image

کابل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په توقیفخونه کې د ا.ا. نوي بیرغونه نصب شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) د فرمان پربنسټ، د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند توقیفخونه کې د مسوولینو له خوا یې د یو لړ مراسمو پرمهال د ا.ا. مخکیني زاړه شوي بیرغونه راټول او. . .

BACK TO NEWS