ولایتي خبرونه ( بادغیس، میدان وردګ) د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د نړېوالې ټولنې صندوق عملیاتي مسوول په مشرۍ پلاوي سره ولیدل او په اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې

news_admin
Thu, Apr 25 2024 10:58 AM
ولایتی

داراز، د یاد زندان له ښځینه محبوسینو سره د نوموړي صندوق له لورې د روغتیايی توکو، یو شمېر کمپلو او ترپالونو مرسته هم وشوه.
همداشان، د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د یاد صندوق څخه مننه وکړه او د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان یو تن پایواز، زندان ته د موبایل د لېږد په تور ونیول شو
یو تن پایواز چې غوښتل یې یو ځیرک مبایل د میدان وردګ ولایت زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال ترې کشف، ضبط او له لېږدوونکي سره یوځای د یوې دوسیې په ترڅ کې رسماً اړوندې برخې ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شول.

شوال المکرم ۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS