مرکزي او ولايتي خبرونه( کابل، کونړ، پکتیکا، نورستان، بغلان) د پلازمیني کابل، او د کونړ، پکتیکا او نورستان ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه کسان خوشې او د ځېنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۱:۵۹
ولایتی

د دې ادارې د فرمانونو د پلې کولو امر محترم مولوي شهید الله "خالد" په وینا، یاد شمېر کسان د امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځېنې کسان  ازاد او د ځېنو نورو د بند په موده کې تخفیف راغی.

د معلوماتو له مخې، د عالیقدر مشرتابه "(حفظه الله) د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس د دغه شمېر کسانو له ډلې د پلازمیني کابل څخه څخه ۱۱۰ کسان خوشي او ۲۹۸ زندانیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

همداشان، د کونړ ولایت له زندان څخه ۱۵ تنه خوشي او د ۴۵ تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

دغه راز، د پکتیکا ولایت له زندان څخه ۲۴ تنه ازاد شول او د ۲۸ تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو او نورستان ولایت د زندان ۵ تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

 

د نوموړو ولایتونو مسوولینو، د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي.

د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د عفوې او تخیف په اړه فرمانونه په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلي کړي.

د یو بله خبر له مخې، د یونیسف موسسې له لورې د بغلان و لایت د ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو سره د ژمنیو  توکو مرسته وشوه

 

په دغو مرستو کې، چې ۴۰ کمپلې، شامل وې د بغلان ولایت د زندان مسوولینو په حضور کې د دې ولایت د ښځینه زندان محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو باندې وویشل شوې.

داراز، د نوموړي زندان مسوولینو د یونیسف ادارې مسوولینو څخه په مننې له نورو بنسټونو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه وکړله.

 

رجب المرجب ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS