مرکزي او ولايتي خبرونه( کابل، کونړ، پکتیکا، نورستان، بغلان) د پلازمیني کابل، او د کونړ، پکتیکا او نورستان ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه کسان خوشې او د ځېنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو
د دې ادارې د فرمانونو د پلې کولو امر محترم مولوي شهید الله "خالد" په وینا، یاد شمېر کسان د امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځېنې کسان ازاد او د ځېنو نورو د بند په موده کې تخفیف راغی.
د معلوماتو له مخې، د عالیقدر مشرتابه "(حفظه الله) د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس د دغه شمېر کسانو له ډلې د پلازمیني کابل څخه څخه ۱۱۰ کسان خوشي او ۲۹۸ زندانیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
همداشان، د کونړ ولایت له زندان څخه ۱۵ تنه خوشي او د ۴۵ تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
دغه راز، د پکتیکا ولایت له زندان څخه ۲۴ تنه ازاد شول او د ۲۸ تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو او نورستان ولایت د زندان ۵ تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
د نوموړو ولایتونو مسوولینو، د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي.
د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د عفوې او تخیف په اړه فرمانونه په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلي کړي.
د یو بله خبر له مخې، د یونیسف موسسې له لورې د بغلان و لایت د ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه
په دغو مرستو کې، چې ۴۰ کمپلې، شامل وې د بغلان ولایت د زندان مسوولینو په حضور کې د دې ولایت د ښځینه زندان محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو باندې وویشل شوې.
داراز، د نوموړي زندان مسوولینو د یونیسف ادارې مسوولینو څخه په مننې له نورو بنسټونو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه وکړله.
رجب المرجب ۱۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت