له ایران څخه تر دا دمه د(۷) ښځينه وو په ګډون(۸۵۸) تنه افغان بندیان افغانستان ته رالېږدول شوي او(۲) ښځينه ايرانۍ بنديانې بيا ياد هېواد ته سپارل شوې دي
له ايران سره د ا.ا.ا. له خوا د بنديانو د تبادلې اړوند هوکړې پربنسټ، تېره اونۍ په لومړي پړاو کې د دغه هېواد له (۱۱)زندانونو څخه د مختلفو جرمونو په تور بندي شوي(۸۵۸) تنه افغان بندیان د هغوی له جرمي دوسیو او بشپړو معلوماتو سره یو ځای د نوموړي هېواد د ټاکل شوي پلاوي له خوا د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په ګډون د ا.ا. يوه صلاحيت لرونکي پلاوي ته د اسلام کلا بندر له لارې وسپارل شول او ټاکل شوې، چې په راتونکې کې به د دويم پړاو پرمهال د ايران له نورو لسو زندانونو څخه يوشمېر نور افغان بنديان هم افغانستان ته راولېږدول شي.
بلخوا، د افغانستان د ا.ا. د ياد پلاوي له لورې هم (۲) تنه ايرانۍ، چې افغانستان کې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوې وې، ايراني پلاوي ته وسپارل شوې.
د يادونې وړ بولو، چې د ا.ا.ا. اړوند عدلي او قضايي اورګانونه به د دغو رالېږدول شويو بنديانو جرمي دوسيې څېړي او جرمونو ته په کتو به يې د افغانستان د تقنيني اسنادو او اسلامي شريعت پربنسټ د برخليک په اړه اصولي، عادلانه او لازمې پرېکړې وکړي.
شعبان المعظم ۱۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر رياست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امریت
