زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې په خپله اتمه ناسته کې پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې اترې او پرېکړې وکړې
د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي معاونیت په وړاندیز او د دې ادارې د رهبرۍ په منظورۍ د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" په مشرۍ او د ۱۱ بېلابېلو مرکزي برخو رئیسانو په ګډون رامنځته شوې کمېټې د خپلو ناستو په لړ کې نن(شنبې) د ۳ تنو تورنو د خوشې کېدو پر موضوع بحث وشو، او تر ارزونې وروسته یاده موضوع د دغې ادارې له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو ریاست مسوولینو ته وسپارل شوه، څو یې په اړه خپل اصولي او قانوني اجراات ترسره کړي.
دغه راز، یادې کمېټې په دې ناسته کې د زندانیانو شکایتونو ته د رسېدنې ترتیب شوی لارښود بشپړ مطالعه او د سمون راوستو لپاره یې هراړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو ناڅرګندو مسایلو څپړل او بحث کول دي.
ربېع الثاني ۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
