د یوناما د دفتر له خوا د هرات ولایت د زندان پرسونل ته د بندیانو او توقیفیانو د ساتلو په اړه یو ورځینی روزنیز سیمینار جوړ شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۴:۴۵
هرات

دغه سیمینار، چې د هرات ولایت د زندان او د یوناما دفتر د مسوولینو په ګډې همکارۍ جوړ شوی و، په کې د ا.ا.ا د عالیقدر مشرتابه له خوا د زندانونو چارو د سمون ادارې ته د استول شوې ۳۹ماده ییزې کړنلارې پر بنسټ د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل ته د بندیانو او توقیفیانو د ټولو بشري او شرعي حقونو د رعایت، مربوطه چارو ته د رسېدنې او ورته د خدمتونو وړاندې کولو په اړه مفصل معلومات او روزنه ورکول شوه.
د هرات ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم ملا محمدنبي "خلیل" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د نوموړې کړنلارې په رڼا کې پوهاوی د دغه زندان پرسونل سره مرسته کوي، چې په خپلو چارو کې عدالت په ښه توګه عملي کړي.
داراز، محترم خلیل د یوناما دفتر له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، له نورو همکارو ملي او نړیوالو بنسټونو او موسسو څخه وغوښتل، چې په رونیزو او نورو اړتیا وړ برخو کې ورسره همکاري وکړي.

ربېع الثاني-۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS