د کندز ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له محجوزینو سره د ۲۰ جوړو کالیو مرسته وشوه
د کوچني اختر په رارسېدو سره سم د دې ولایت یو شتمن کس له لورې د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز په یو شمېر محجوزینو یوه یوه جوړه کالي وویشل شول .
په ورته وخت کې، د یاد مرکز مسوولینو د نوموړي کس څخه مننې ترڅنګ په خیریه بنسټونو او د دې ولایت په نورو شتمنو هم غږ وکړ چې د روژې په مبارکه میاشته کې د اړمنو کسانو لاسنېوی وکړي او د یاد مرکز له مجوزینو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
رمضان المبارک ۲۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت