د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي محبس او توقیفخونې کې د وسایطو لپاره سرپټي تم ځایونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو د رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په خبره، د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي محبس او توقیفخونې کې د نقلیه وسایطو لپاره یاد تم ځایونه چې د لسګونو لویو او کوچنیو نقلیه وسایطو د ځایېدو ظرفیت لري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړه، دا تم ځایونه چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي ملاتړ او د اړوندو باتجربه کاري ډلې له لوري په ډېره کمه موده کې په اساسي ډول جوړ شوی، له امله به یې د ادارې وسایط له لمر، باران او نورو ستونزو څخه خوندي وساتل شي.
همدا راز، د تعمیراتو د رئیس محترم حاجي عبدالرحمن عابدپه وینا، د ادارې د مرکزي برخو د ورکشاپ د لا خوندې توب په موخه یې د یوه اندازه دیوال او دروازې نصبولو ترڅنګ د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي توقیفخونې د ریاست ودانۍ د یو شمېر برخو ترمېم او رنګمالۍ چارې هم پیل کړي چې د اړوندې باتجربه کاري ډلې له لوري به په ډېره کمه موده کې په اساسي ډول بشپړې شي.
صفر المظفر ۹ / ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
