د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس د پرسونل او محبوسینو د ټېمونو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۰:۳۵
ددد

دغه سیالۍ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې په لاره اچول شوې وه په جوړو شویو مراسمو کې یې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" په داسې حال کې چې د دې ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحدې قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو مسولینو او مینه والو محبوسینو شتون درلود په خپلو خبرو کې وویل چې په زندانونو کې یې د زندانیانو لپاره مختلف ښونېز روزنیز او ورزشي پروګرامونه برابر کړي څو یې له بې ځایه وخت تېرېدو څخه مخنوی وشي او ډیر څه لاسته راوړي.  

داراز، نوموړي یادو محبوسینو ته زیاته کړله، چې ستاسو د ورزشي برخې د لا پیاوړتیا لپاره مو تجربه لرونکي روزونکي ګومارلي او ‌‌ډېر ژر به ستاسو روزنه پیل کړي.

داراز، د نظامي ښوونې او روزنې واحدې قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله دروېش په خپلو خبرو کې وویل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري زندانیانو ته ټول سهولتونه برابر شوي څو نوموړي په غوره چاپېریال کې خپله د بند موده پای ته ورسوي.

د دې سیالۍ په پای کې د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس محبوسینو ۰-۲ د کابل ولایت د مرکزي محبس د پرسونل ټیم ته په ماتې ورکولو سره بریا خپله کړله.

هېره دې نه وي، چې د دې سیالۍ په وروستېو کې د لوبغاړو د لا هڅونې په موخه ورزشي توکي او مننلیکونه هم ورکړل شو.

 

ذوالقعده ۱۴/۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل. . .

BACK TO NEWS