د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو
د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره د دوو خېرخوا وګړو هر یو محترم حاجي رفیع الله "احمدزي" او محترم حامد "لطیفي" په مالي لګښت یو مجهز کمپیوټر لب جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
داراز، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" له نوموړو څخه د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ د یاد مرکز د محجوزو ماشومانو لپاره د نورو دیني عصري او حرفوي زده کړو ترخوا د کمپیوټر لب پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د ښو لاسته راوړنو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د یادو ماشومانو لپاره به د ښې خوندي او ښوونیزې فضا د رامنځته کولو په موخه لا نورې مثبتي هڅې هم وکړي.
ذوالقعدة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت