د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

news_admin
Mon, Jun 03 2024 9:35 AM
مرکز اصلاح

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره  د دوو خېرخوا وګړو هر یو محترم حاجي رفیع الله "احمدزي"  او محترم حامد "لطیفي" په مالي لګښت یو مجهز کمپیوټر لب جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

داراز، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" له نوموړو څخه د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ د یاد مرکز د محجوزو ماشومانو لپاره د نورو دیني عصري او حرفوي زده کړو ترخوا د کمپیوټر لب پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د ښو لاسته راوړنو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د یادو ماشومانو لپاره به د ښې خوندي او ښوونیزې فضا د رامنځته کولو په موخه لا نورې مثبتي هڅې هم وکړي.

 

ذوالقعدة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS