د پکتیکا والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله
د پکتیکا والي محترم الحاج ملا مهرالله "حماد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو څخه لیدنه وکړله.
محترم الحاج ملا مهرالله حماد د زندان مسوولینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د محبوسینو حقونو ته درناوی، د اصلاح او روزنې پروګرامونو پیاوړتیا او انساني چلند مراعت کول د اسلامي او انساني ارزښتونو له مخې مهم اصل دی.
داراز، د پکتیکا محترم والي ډاډ ورکړ چې د ولایت مقام به د زندان شته ستونزو د حل او لا ښو اسانتیاوو برابرولو برخه کې اړینه همکاري وکړي.
همداراز، د یاد زندان امر محترم مولوي احسان الله صلاح الدین د محترم والي له پاملرنې مننه وکړله او د چارو د لا ښه سمون په موخه یې د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
جمادي الاول ۱۹/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
