د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ولایت د څرخي پله له ښځینه محبس سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۲:۱۲
برنامه اقتصادی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو په هڅو او د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره سم د دغه ولایت له ښځینه محبوسینو او د هغوی له ماشومانو سره چې له نوموړو سره په محبس کې اوسېږي د همکارو بنسټونو له لوري د ۱۶ کارټنه کېک، ۱۰ کارټنه بسکېټ او ۴۰ کارټنه جوس مرسته شوې چې نوموړو هم په روڼه توګه په هغوی ووېشل.
دا راز، د دې محبس مسوولینو د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ په نورو داخلي او نړوالي همکارو بنسټونو هم  غږ وکړ چې په دې مبارکې میاشت کې له محبوسینو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. 

رمضان المبارک ۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان له رئیس محترم ملا بهاوالدین سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۲
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، بلخ، نورستان) د ننګرهار ولایت په زندان کې (۴۴) تنه ښځينه زندانيانې له ديني زده کړو فارغې شوې

 د نوموړي زندان  د ښوونې او بيا روزنې مديريت له لوري د زندان په ښځينه بلاک کې ۴۴ تنه ښځينه زندانيانې، چې د ښځينه ښوونکو له خوا ورته تدريس کېده، د قرآنکريم د تجويد، سيرت النبي ﷺ او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده

د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او پرسونل شپږو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د مسوولینو  په وینا،. . .

BACK TO NEWS