د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ولایت د څرخي پله له ښځینه محبس سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو په هڅو او د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره سم د دغه ولایت له ښځینه محبوسینو او د هغوی له ماشومانو سره چې له نوموړو سره په محبس کې اوسېږي د همکارو بنسټونو له لوري د ۱۶ کارټنه کېک، ۱۰ کارټنه بسکېټ او ۴۰ کارټنه جوس مرسته شوې چې نوموړو هم په روڼه توګه په هغوی ووېشل.
دا راز، د دې محبس مسوولینو د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ په نورو داخلي او نړوالي همکارو بنسټونو هم غږ وکړ چې په دې مبارکې میاشت کې له محبوسینو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
رمضان المبارک ۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت