د هلمند ولایت په زندان کې د برېښنا سېسټم اړوندو ستونزو ته رسېدنه وشوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۸
helman

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې، دا ځل د دغې ادارې له خوا د هلمند ولایت په زندان کې د برېښنا د ستونزې د مخ نیوي په موخه د ادارې د تجربه لرونکو انجنیرانو ټېم چې مشري یې د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم مولوي عبدالرحمن "عابد" کوي زندان ته رسېدلی څو ژرترژره د برېښنا اړوندو ستونو ته د پای ټکی کېږدي.

همدا راز، د محترم مولوي عابد په وینا د هلمند ولایت د مرکزي زندان د برېښنا د جنراتورونو د ترمیم ترڅنګ یې د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د برېښنا یو شمېر ستونزې هم حل کړي څو په خبره یې هم د کارکوونکو او هم د زندانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوي رئیس په دنده وګومارل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا عالي مقام په منظورۍ محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوي رئیس په دنده. . .

BACK TO NEWS