د ننګرهار ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست پلاوي د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه
محترم مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" تیره ورځ په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر استازي مولوي خان زمان "حقاني" او مل سره په لیدنه کې د دې زندان د پرسونل او زندانیانو د درسي بهیر په اړه یې خبرې اترې وکړې.
داراز، نوموړي پلاوي تر یادې لیدنې وروسته د دغو درسونو له بهیر څخه ارزونه وکړه، هغه یې اړینې او دا پرسونل د فکري روحيې او کاري ظرفیت لوړونې په موخه لازمې وبللې.
همدا راز ، پلاوي د ننګرهار ولایت د زندان له مسوولینو څخه مننه وکړه چې په زندان کې یې د پرسونل او زندانیانو لپاره د ښوونې او روزنې ښه زمینه برابره او په دې برخه کې یې تل کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
د یو بل خبر له مخې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ولایتي استازي د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم حقاني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او په یو لړ مربوطه موضوعګانو یې بحث وکړ.
همدا شان، نوموړي استازي د بامیانو زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل او ورسره د یاد ولایت له مسوولینو له خوا د ښه چلند څخه یې مننه کړه.
ذوالحجه ۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت