د فاریاب ولایت د زندان څخه (۹۳) تنه زندانیان خوشې او (۸۳) تنه نورو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو
یاد شمېر زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام تائیدۍ پر بنسټ د فاریاب ولايت زندان څخه (۹۳) تنه ازاد او (۸۳) تنه نورو ته د بند په موده کې کموالی راغی.
د زندانونو چارو د تنظیم اداره ژمنه ده، چې د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه د سزا د عفوې او تخفیف په اړه فرمانونه به په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلې کړي.
صفرالمظفر ۲۹/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
