د غزني ولایت د زندان له زندانیانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۵:۱۳
توزیع کمک

د غزني د زندان د مسوولینو په هڅو، د دې ولایت د صرافانو ټولنې له لوري د دغه زندان له زندانیانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په وینا، یادو مرسته شویو توکو کې، کلچې، نقل، چاکلیټ او داسې نور لازم‎ توکي موجود وو، چې د یاد زندان د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت د نوموړي زندان پر زندانیانو وويشل شول.
همدا راز، د غزني ولایت د زندان رئیس د صرافانو د ټولنې څخه د یادو خوراکي توکو د مرستې په موخه مننه وکړه او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. 

شوال المکرم ۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اسلام اساسات) کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېدې

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۵۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ او د نوموړي زندان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه : (غور، هرات) د غور ولایت د زندان (۷۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۸
Background image

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي د ترکیې هېواد د زندانونو ادارې عمومي رئیس سره ولیدل.

 

د ا.ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په استانبول کې د ا.ا.ا. جنرال قونسل محترم مفتي محمد عظيم "عظيمي" په ملتیا د  زندانونو د روزنې او. . .

BACK TO NEWS