د غزني ولایت د توقیفخونو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه اووه ورځینی سیمینار پیل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۲۲
لازنی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د غزني ولایت دشپږو ولسوالیو توقیفخونو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې په هدف اووه ورځینی سیمینار د دې زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شو.
د غزني د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" دا ډول سیمینارونه د کارکونکو د وړتیاوو لوړونې په موخه مهم یادکړل او د زندانونو چارو د سمون له ادارې یې د ورته ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.  
دا راز، د محترم قاري عادل په وینا، په یاد سیمینار کې به د دې ولایت د توقیفخونو کارکونکو سره د زندانیانو د ساتنې، له هغوی سره د ښه چلند، د بندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ دیني زده کړې او نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شي چې د دوی په چارو کې به مثبتې پایلې ولري.

جمادي الاول ۲۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو  امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې دوه ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته به د زندانیانو  ښې ساتنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ښځینه کارکوونکو ته په زندانونو کې د یادې کمېټې پېژندنې،. . .

BACK TO NEWS