د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د ادارې د نظا مي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسد الله "مولانا"، د مقام حقوقي سلاکار محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرحون"، د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي شاولي د سمونوالۍ په بست کې د څرخي پله د مرکزي زندان د ریاست د امنیتي قطعې د قوماندان او محترم مولوي ګلزار احمد "صلاح الدین" د سمونوالي په بست کې د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د نظامي مدیر په توګه پرسونل ته وپېژندل شول.
داراز، د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي چې موخه ترې د چارو ښوالی او پرمختګ دی، نو هیله ده چې له دغو نویو مسوولینو څخه په دې برخو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.
همداشان، د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د پخوانيو مسوولینو تېر خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او له نوي ګومارل شویو مسووولینو څخه یې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته د دوام تر څنګ د دې ریاستونو پرسونل ته د خپلو امرینو د اطاعت او د اداري چارو د ښه پرمختګ لپاره په ګډه د همکارۍ سپارښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، یادو نویو ګومارل شویو مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغوی د باور کولو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موخه مو خپل هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د مشرانو اطاعت کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سره سرته رسوو.
رمضان المبارک ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت