د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
Tue, Apr 02 2024 11:25 AM
معرفی

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د ادارې د نظا مي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسد الله "مولانا"، د مقام حقوقي سلاکار محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرحون"، د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي شاولي د سمونوالۍ په بست کې د څرخي پله د مرکزي زندان د ریاست د امنیتي قطعې د قوماندان او محترم مولوي ګلزار احمد "صلاح الدین" د سمونوالي په بست کې د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د نظامي مدیر په توګه پرسونل ته وپېژندل شول.

داراز، د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي چې موخه ترې د چارو ښوالی او پرمختګ دی، نو هیله ده چې له دغو نویو مسوولینو څخه په دې برخو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د پخوانيو مسوولینو تېر خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او له نوي ګومارل شویو مسووولینو څخه یې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته د دوام تر څنګ د دې ریاستونو پرسونل ته د خپلو امرینو د اطاعت او د اداري چارو د ښه پرمختګ لپاره په ګډه د همکارۍ سپارښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، یادو نویو ګومارل شویو مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغوی د باور  کولو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موخه مو خپل هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سره سرته رسوو

 

رمضان المبارک ۲۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS