د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۸
پکتیا

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او مل پلاوي یې پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

په ورته وخت کې، د دې ولایت د زندان زندانیانو د محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې ښه یاد کړ او  د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو موضوع یې یوه له مهمو او روا غوښتنو څخه وګڼله، چې د پلاوي له خوا ورته د حل ډاډ ورکړل شو .

په پای کې، د محترم لوی پاسوال حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د ډوډۍ پخولو، خوړو پخولو، او تعمیراتي او روغتیايي چارې د لیدنې ترخوا یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزوله او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ربیع الاخر ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۳
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي د نشه‌ یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس ارزونه وکړله

د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د کابل ولایت د نشه‌ یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړله.

په دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۷
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې او خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولینو او د هیواد د یو شمېر رسنیو له استازو سره د همغږۍ او همکارۍ ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"، د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندان محترم  مل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۳
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ولایت د ښځینه محبس څخه د چارو ښوالي په موخه ارزونه وکړله

محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې  یو شمېر مسوولینو یي هم ملتیا کوله، په پیل کې د کابل ولایت د ښځینه محبس له امر محترم مولوي عبد القیوم "سعید" سره په. . .

BACK TO NEWS