د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Tue, Oct 14 2025 3:08 PM
پکتیا

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او مل پلاوي یې پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

په ورته وخت کې، د دې ولایت د زندان زندانیانو د محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې ښه یاد کړ او  د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو موضوع یې یوه له مهمو او روا غوښتنو څخه وګڼله، چې د پلاوي له خوا ورته د حل ډاډ ورکړل شو .

په پای کې، د محترم لوی پاسوال حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د ډوډۍ پخولو، خوړو پخولو، او تعمیراتي او روغتیايي چارې د لیدنې ترخوا یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزوله او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ربیع الاخر ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS