د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه وکړه
د افغانستان د ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال محترم پاسوال قاري حبیبالله "بدر" په داسې حال کې، چې د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" او یوشمېر نور امنیتي مسوولين هم ورسره وو، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد مرکز له مسوولینو سره د محجوزینو د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
دغه راز، د ادارې نظامي مرستیال د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی خبرې او غوښتنې یې واورېدې او ورته یې د رسېدنې په موخه مسوولین متوجه کړل.
همداشان، محترم قاري بدر د یاد مرکز د محجوزینو ځینې ستونزې وارزولې او د حل لپاره یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د یو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال محترم پاسوال قاري حبیبالله "بدر" او مل پلاوي، د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي قومندانۍ له خوا د ادارې ساتنمنانو لپاره د جوړ شوي ښوونیز مسلکي کورس کې برخه والو سره ولیدل او هغوی ته یې په خپلو ویناوو کې د مسلکي زده کړو په سمه توګه ترلاسه کولو او له یاد کورس څخه تر فراغت وروسته د زده کړو ښه عملي کولو لارښوونه وکړه.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د ازادۍ سلب پر ټولو مرکزونو څارنه ولري، مثبت فعالیتونه یې غښتلي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
جمادي الاول ۱۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست
