د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Dec 04 2022 5:24 PM
معاون نظامی

د افغانستان د ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال محترم پاسوال قاري حبیب‌الله "بدر" په داسې حال کې، چې د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" او یوشمېر نور امنیتي مسوولين هم ورسره وو، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد مرکز له مسوولینو سره د محجوزینو د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
دغه راز، د ادارې نظامي مرستیال د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی خبرې او غوښتنې یې واورېدې او ورته یې د رسېدنې په موخه مسوولین متوجه کړل.
همداشان، محترم قاري بدر د یاد مرکز د محجوزینو ځینې ستونزې وارزولې او د حل لپاره یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د یو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال محترم پاسوال قاري حبیب‌الله "بدر" او مل پلاوي، د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي قومندانۍ له خوا د ادارې ساتنمنانو لپاره د جوړ شوي ښوونیز مسلکي کورس کې برخه والو سره ولیدل او هغوی ته یې په خپلو ویناوو کې د مسلکي زده کړو په سمه توګه ترلاسه کولو او له یاد کورس څخه تر فراغت وروسته د زده کړو ښه عملي کولو لارښوونه وکړه.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د ازادۍ سلب پر ټولو مرکزونو څارنه ولري، مثبت فعالیتونه یې غښتلي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

جمادي الاول ۱۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS