د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي کونړ او لغمان ولایتونو ته سفر وکړ

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۳:۳۲
لغمان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف" مستري" په مشرۍ او د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله" مولانا" او د رهبرۍ کچې یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون یو پلاوی ننګرهار ولایت تر سفر وروسته د کونړ او لغمان ولایتونو د زندانونو وضعیت ارزونې لپاره ولاړ او هلته یې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې. داراز، پلاوی د یادو ولایتونو د بندیانو د خونو د حالت له نږدې ارزولو وروسته له بندیانو سره هم وکتل، او ورته یې وویل:« موږ له کابله دلته ستاسو د ستونزو حل لپاره راغلي یو او ستاسو وضعیت په ارزولو سره غواړو په بېلابېلو برخو کې لازم امکانات درته برابر کړو، خو له تاسو هم غواړو، چې په بند کې خپل وخت ضایع نه کړئ، عصري او دیني علوم زده کړئ او بله دا چې زندان ستاسو لپاره له جرمونو د پرېښودو او اصلاح ځای دی». په ورته وخت کې، د کونړ او لغمان ولایتونو د زندانونو بندیانو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رئیس سره په دې کتنه کې د مسوولینو له خوا دوی سره له ښه چلنده د خوښۍ په څرګندولو، د محاکماتي چارو د چټکتیا او د ا.ا.ا د مشرتابه له لورې د عفوې او تخفیف له فرمانونو په یو شان د برخمنېدو غوښتنه وکړه، چې د محترم مولوي مستري له خوا هم ورته په دې برخه کې د پاملرنې لا زیاتولو ژمنه وشوه. همداشان، پلاوي د لغمان ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز وضعیت له نږدې وارزاوه او مربوطه مسوولینو ته یې د یاد مرکز د محجوزینو د حالت لا ښه والي او ستونزو ته د رسېدنې لپاره مناسبې سپارښتنې وکړې. د یادونې وړ بولو، چې د ازادۍ سلب مرکزونو څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي او نورو مسوولینو د لیدنو موخه د یادو مرکزونو د وضعیت ښه کول، ستونزو ته رسېدنه، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو برابرولو زیاتول، د چارو چټکوالی او په دې برخو کې د لاسته راوړنو بډاینه ده. ربېع الثاني-۲۲/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS