د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیسانو او امرینو ترمنځ د همغږۍ، اداري ستونزو او حللارو لټولو په اړه غونډه ترسره شوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۲۴
پریزنتیشن

دغه غونډه، چې نن(دوشنبې) د نوموړې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"په مشرۍ او د ادارې د مرکزي برخو رئیسانو او امرینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د اداري پروسو اصلاح کولو، اسانتیا راوستلو او ساده کولو پر ارزښت بحث او سلا مشورې وشوې.

په ورته وخت کې، د یادې غونډې ګډونوالو وویل، کوښښ به وکړي چې د خپلو او یا د یو بل په چارو کې د خنډونو، ځنډونو او خلاوو د شتون په صورت کې هغه په نښه او له یو بل سره یې حللارې شریکې کړي.

درازا، د زندانونو چارو د سمون ادراې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد له لورې دې ادارې ته د مراجعینو د راتګ او مراجعه کولو په برخه کې د اسانتیا او نظم راوستلو اړوند یو (۲۳) ماده ییز لارښود چې د ادارې د تخنیکي کمېټې له خوا جوړ شوی و، د غونډې ګډونوالو ته  قراات کړ، چې هغوی هم تایید او د هغه په ځینو برخو کې د لاښه والي لپاره خپل نظرونه شریک کړل.

په ورته مهال، یادو رئیسانو او امرینو دا غونډه ډېره ګټوره وبلله او زیاته یې کړله، دلته په سلا مشورو به د ادارې د فعالیتونو ترسره کولو په بهیر کې لا ښه والی راشي، مثبت بدلونونه به رامنځته شي او زندانیانو ته د خدمتونو وړاندې کولو په چارو کې به د ستونزو حل اسانه او منظم او رغنده ګامونه پورته شي.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې دا ډول غونډې به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.

 

جمادي الثاني ۱۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS