د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او کاري نظم کمېسيون په غونډه کې پر يو شمېر مسايلو خبرې وشوې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۵:۳۴
جلسه معاون مسلکی

نوموړي کمېسيون د خپلو هڅو په دوام، نن(دوشنبې) يو ځل بيا هم د يادې ادارې د پالېسۍ و مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي مرستيال محترم پاسوال قاري حبیب‌الله "بدر"، د مقام سلاکار محترم الحاج اسدالله "مولانا"، د کابل د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" او د پالېسۍ او مسلکي معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون غونډه جوړه او پر اړوندو موضوعګانو يې خبرې اترې وکړې.
داراز، په دې غونډه کې چې د تدارکاتو او مالي او حسابي رياستونو استازو هم شتون درلود، د ادارې لپاره د تېلو د خريدارۍ په برخه کې د شتو ستونزو تر ارزونو او نورو اړتياوو ته د رسېدنې په هکله تر بحث او پرېکړو وروسته اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې وشوې.
 د يادولو وړ ده، چې د زندانونو چارو د سمون اداره په دې هڅه کې ده، څو د اسلامي اصولو او شريعت په رڼا کې، د هېواد د نافذه قوانينو مطابق، د ا.ا.ا د پالېسۍ او نړيوالو معيارونو سره سم خپلې مديريتي چارې په ښه توګه پرمخ يوسي او د حکومتولۍ په برخه کې ښه ممثله اداره وي.

صفرالمظفر- ۲۹/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو رياست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS