د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون ۲۳مه ناسته کې د ۱۴۰۲ کال پر تشکيلاتو خبرې وشوې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۱۴:۵۷
تشکلایات

ياده ناسته، چې نن(دوشنبې) د زندانونو چارو د سمون ادارې د سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي اخندزاده او يو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو اداري او تخنیکي چارو د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
داراز، په دې ناسته کې د ۱۴۰۲ لمريز کال پر تشکیل هراړخیزې خبرې وشوې او مسوولينو ته لارښوونه وشوه، څو د بشري سرچینو د پلانگدارۍ پر بنسټ خپل پلانونه جوړ او د اصولو سره سم دې د خپلو رياستونو، امريتونو او مديريتونو د اړتيا وړ بشري سرچينې وارزوي.
همداشان په یاده ناسته کې د ځینو نورو مهمو موضوعګانو په هکله هم خبرې اترې او په اړوند يې اصولي او قانوني پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مسایلو څېړل، بحث او د اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

شعبان المعظم ۱۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

BACK TO NEWS