د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ۲۱مه ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۸
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(یکشنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد"، د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني"  او د پېژند عمومي مدیر محترم مولوي نیک محمد "منیب" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو د اړتیا وړ مهمو تخنیکي موضوعګانو په هکله خبرې اترې او مسوولینو ته د قانون په رڼا کې لازمې لارښونې وشوې. 
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

رمضان المبارک ۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۲:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم الحاج لوی پاسوال محمدکاظم طارق تېره ورځ په داسې حال کې چې د کندز د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" یې هم ملتیا کوله، د نوموړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۲:۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د پنجشېر ولایت د زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې د یو لړ مراسمو پرمهال محترم قاري خیر محمد "حقپرست" د پنجشېر ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او د خیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۸:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال تخار ولایت له مرستیال والي سره تر لیدنې وروسته د دې ولایت د زندان نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تخار ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د نوموړي ولایت له مرستیال والي سره ولیدل او د زندانونو چارو، امنیتي. . .

BACK TO NEWS