د زندانونو چارو د سمون ادارې د پولیسو د حقوقو نوی عمومي مدیر په دنده وګومارل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۴:۵۶
معرفی

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او یوشمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي نیک محمد "منیب" د پولیسو د حقوقو د نوي عمومي مدیر په توګه کارکوونکو ته وپېژندل شو.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"  د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي چې موخه ترې د چارو ښوالی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې له ښاغلي مولوي منیب څخه ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، نوموړي د پولیسو د حقوقو د پخواني مدیر تېر خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او له نوي مسوول څخه یې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته د دوام تر څنګ د دې امریت کارکوونکو ته د خپلو امر د اطاعت او د اداري چارو د ښه پرمختګ لپاره په ګډه د همکارۍ سپارښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د پولیسو د حقوقو نوي عمومي مدیر محترم مولوي نیک محمد منیب د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې خپل مسوولیتونه به په ښه توګه ادا کوي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوي رئیس په دنده وګومارل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا عالي مقام په منظورۍ محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوي رئیس په دنده. . .

BACK TO NEWS