د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي پرسونل لپاره د عقیدتي زده کړو نوې بهیر پیل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۶:۵۶
عقدی

یاد بهیر د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په لارښوونه، نن(دوشنبې) د ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ادارې د مرکزي برخو نظامي پرسونل لپاره پیل شو.
محترم مولوي صدیقي د دې مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې د عقیدتي زده کړو د نوي بهیر د پیلېدو موخه د پرسونل د دیني او فکري روحیې لوړول وبلل.
 دا راز، نوموړي زیاته کړه، په دغه بهیر کې به هغو نظامیانو ته چې د ډېرو بوختیاوو له امله نه شي کولای درسي ټولګیو ته حاضر شي د ادارې له خوا په امنیتي ټاورونو، قراولونو  او پوستو کې د زده کړو زمینه برابره شي او د منظم مهال وېش سره سم به استادان ورته تدریس ورکوي.

ذوالحجه ۲۲/ ۱۴۴۴
د مقام د د فتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS