د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړ

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۳:۵۹
هلمند

د دغې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج پاسوال اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت له زندانه د لیدنې تر څنګ، له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو تر اورېدو وروسته یې له مسوولینو سره په خبرو کې، د هغوی لپاره د اسانتياوو د رامنځ ته کولو ترخوا د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له زندانیانو سره د نوموړو مسوولینو ښه چلند وستایه.
داراز، پلاوي د یاد زندان د پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه، اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همداشان، پلاوي د هلمند ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه، امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې. 

جمادي الاول ۱۵ / ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS