د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۵۲
ننگرهار

د ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"په داسې حال کې، چې د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالحی" اخندزاده"او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې زندان او زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد  په مشرۍ پلاوي د دې زندان د خوړو ، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

رجب المرجب ۱۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان ولایت له زندان څخه د لیدنې او ارزونې سربېره د یاد زندان لپاره محمد ایوب "ناصر" د نوي نظامي مدیر  په توګه پرسونل ته معرفي کړ  

په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۳۸
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، سمنګان) د بلخ ولایت د زندان رئیس او د دې ولایت راه سعادت خصوصې پوهنتون د رئیس ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به هر هغه محصل چې د بلخ ولایت د زندان له ریاست لخوا ورپیژندل کیږې، یاد پوهنتون لخوا به د سمسټرونو د فیس په برخه کې تخفیف ورکول کیږي.

همداراز، د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۵
Background image

ولایتي خبر: (هرات) د هرات ولایت له زندان سره د عامې روغتیا ریاست له لورې د حفظ الصحې او اړینو توکو مرسته وشوه

په دې مرسته کې چې د پاکۍ اړوند توکي، روغتیایي مواد او نور ضروري توکي شامل وو، د زندانیانو د ژوند د شرایطو د ښه والي او د ناروغیو د مخنیوي په موخه برابر شوي دي.

د زندان مسوولینو د عامې. . .

BACK TO NEWS