د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس او مل پلاوي په مشرۍ د سرپل ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۰:۵۹
سرپل

 

د ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"په داسې حال کې، چې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال د زندان له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې زندان او زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

داراز، د مقام د دفتر رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان له زندانیانو او محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد  په مشرۍ پلاوي د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې، خوړو ، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

ربېع الاخر ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۲۹
Background image

‍ولایتي خبرونه ( کندز، بلخ، ننګرهار) د کندز ولایت د زندان مسوولینو دې ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د کندز ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي"د نوموړي ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۲:۵۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز سمینار څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو د کشف (۴۲) تنو امرینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز سمینار څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۴۲) تنو د کشف امرینو د یوې میاشتې زده کړو په دوره کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

ولایتي خبر: (سرپل) د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې (۱۰۰) تنو. . .

BACK TO NEWS