د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس د پلټنې عالي ادارې له پلاوي سره وکتل

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۱۸
مالی

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومې رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت" او یو شمېر نورو اړوندو مسوولینو هم شتون درلود، د محترم مولوي عبدالله "عارفزي" په مشرۍ د پلټنې عالي ادارې له خوا له ټاکل شوي پنځه کسیز  پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او دواړو لوریو په دې اداره کې د سږني کال د پلټنې د پیل پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.
داراز، د محترم مولوي عارفزي په مشرۍ د پلټنې عالي ادارې پلاوي وویل، دوی به د ا.ا.ا. عالي مقام(حفظه الله) د فرمانونو او لارښوونو او د پلټنې د نړیوالو معیارونو په رڼا کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ۱۴۰۳ مالي کال مالي، حسابي، اداري او د ۱۴۰۲ مالي کال د عوایدو او لګښتونو د تحقق د څرنګوالي په اړه پلټنه کوي.  
په ورته وخت کې، محترم مولوي مالي اخندازاده نوموړي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د زندانونو چارو د سمون اداره تل په خپلو ټولو چارو کې شریعت، شفافیت او روڼتیا ته لومړیتوب ورکوي او دا اداره هر کال د پلټنې عالي ادارې له پلاوو سره هراړخیزې همکارۍ کړې او بیا هم د دې همکاريو دوام ته چمتو ده. 
د یادونې وړ بولو، چې د ا.ا.ا. د پلټنې عالي ادارې یوه پلاوي تېر کال هم د زندانونو چارو د سمون ادارې د وړم ۱۴۰۱مالي کال د مالي، حسابي، اداري، عوایدو او لګښتونو په اړه ټولې چارې تر کره ارزونې وروسته هغه د رضایت او قناعت وړ وبللې او د دغې ادارې اړوند مسوولین یې وستایل.

شوال المکرم/ ۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS