د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس او د مالي اداري برخې اړوندو مسوولینو ترمنځ غونډه کې پر مهمو مالي مسایلو بحث وشو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۵:۱۷
raise

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د تعميراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سېد احمد " اسحاقزی" د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت"، د تدارکاتو رئیس محترم میرمحمد "مجدود او یو شمېر نورو مربوطه مسوولینو ترمنځ جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د (۱۴۰۲) د ترسره شویو قراردادونو د اکمالاتو، راتلوونکي مالي کال پر پلانونو، حواله جاتو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هراړخیز بحث او د تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې سلا مشورې وشوې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف مستري ګډونوالو ته په خبرو کې زیاته کړه څو د یادې ادارې تر چتر لاندې د ازادۍ سلب ټولو مرکزونو، پرسونل، زندانیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته په نوي مالي کال کې  د غوره امکاناتو چمتو کولو او نورو لازمو اړتیا وړ توکو برابرولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
همداشان، د نوموړې غونډې ګډونوالو د راتلونکي (۱۴۰۳) لمریز کال په ترڅ کې په اصولي او قانوني توګه د تدارکاتي پلان پر ترتیبولو او له مخې یې د ادارې د اړتیاوو پر سنجولو او تشخیصولو هم بحث وکړ، چې پربنسټ به یې د زندانونو چارو د سمون اداره وکولی شي په منظمه توګه خپلې چارې پرمخ یوسي او د قراردادونو له لارې د اړتیا وړ توکي په قانوني او اصولي ډول چمتو کړي.

شعبان المعظم ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

BACK TO NEWS