د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په ناسته کې پر یوشمېر مهمو حقوقي او تخنیکي مسایلو بحث وشو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۵:۳۰
خبر رهبری

دغه ناسته، چې نن( دوشنبې) د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او د مرکزي ادارو د رئیسانو، امرینو او ملکي او نظامي برخو یو شمېر مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي پرسونل لپاره د کرایې د اجراء کولو او یو شمېر نورو  مهمو حقوقي او تخنیکي مسایلو په تړاو خبرې اترې او اړوندو مسوولینو ته د چارو لا ښه‌والي لپاره لازمې سپارښتنې وشوې.

همداراز، د نوموړې غونډې پرمهال، یو شمېر مسوولینو هم په اجنډا کې د شاملو یوشمېر نورو مسایلو په هکله خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا یې تر اورېدو وروسته، د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې سمې او لازمې پرېکړې وشوې.

 

ذوالقعدة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

BACK TO NEWS