د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په ناسته کې د ځینو مهمو مسایلو په اړه خبرې او پرېکړې وشوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۱:۲۴
شورای رهبری

دغه ناسته، چې د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله " بدر"، د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" او د مرکزي برخو یو شمېر رئیسانو، امرینو او ملکي او نظامي برخو ځینو مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې اړوندو مسوولینو دوی ته د تېرې ناستې پرمهال د سپارل شویو مسولیتونو د ترسراوي او پرمختګ پرڅرنګوالي خپل معلومات له ګډونولو سره شریک کړل، چې د ادارې د رهبرۍ له خوا یې په مناسب وخت کې په بشپړه توګه د سرته رسولو په هکله لازمې لارښوونې وشوې.
داراز، په دې ناسته کې د هېواد د ټولو زندانونو د ستونزو او اړتیاوو په اړه هراړخیز بحث وشو او د حل لپاره یې د ګټورو او اسانو حللارو لټولو او عملي کولو په موخه اصولي او قانوني پرېکړې وشوې. 
داراز، د نوموړې ناستې په ترڅ کې یو شمېر مسوولینو هم په اجنډا کې د شاملو موضوعګانو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف مستري له خوا یې تر اورېدو وروسته لازم هدایات ورکړل شول.
د یادونې وړ بولو، چې د رهبرۍ ناستې هره اونۍ یوځل او په دوامداره توګه ترسره کېږي.

رجب المرجب ۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS