د زندانونو چارو د سمون ادارې د تخنیکي او مسلکي کمېټې ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د یادې کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د مرکزي برخو یو شمېر غړو رئیسانو په ګډون نن(دوشنبې) جوړه شوې وه ، د ادارې د پالېسۍ اړوند او تختینکي مسایلو په اړه خبرې اترې وشوې.
داراز، په دې ناسته کې پر یو شمېر اړوندو کاري مهمو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې په پایله کې یې له شرعي اصولو سره سمې او لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه، د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو نا روښانو مسایلو څپړل او بحث کول دي.
جمادي الثاني ۱۴/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت