د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد د (۳۳) ولایتونو په زندانونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د زېږېدو ورځ د قران عظیم الشان په مبارکو ختمونو سره ونمانځل شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۳۰
میلاد نبی ص

 

د دغې ادارې تر چتر لاندې د هېواد د (۳۴) ولایتونو په زندانونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د میلاد مبارکه ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه چې ویناوالو په کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ژوند لیک، سيرت او شخصیت مبارک ګډون والو ته ولوست.

په ورته وخت کې، د غونډې ویناوالو په خپل وار سره د ژوند په ټولو چارو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د لارې او طریقې په تعقیب ټینګار وکړ او د مراسموګډونوالو ته یې زیاته کړه  که خلک په سیاسي، اقتصادي او د ژوند ټولو چارو کې د پیغمبر (ص) لاره خپله کړي چارې به یې غوره او له برکته ډکې شي.

داراز، د یادو مراسمو ګډنوالو توقیفیانو، محبوسېنو او محجوزینو له اړوندو مسوولینو څخه مننه وکړه چې د دوی لپاره یې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم)  د زوکړې برنامه برابره کړې چې له دې سره به دوی وکولی شي  د خپل خوږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)  له سیرت سره اشنا او د نوموړي مبارک د سیرت  سره سم عمل وکړي.

په پای کې، یاد مراسم د قران عظیم الشان په مبارکو ختمونو او د خیر دعایي په ویلو سره يای ته ورسېدل.

 

ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS