د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې په خپلې شپږمې ناسته کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وکړ

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۹:۴۱
کمیته

د ادارې پالېسۍ او مسلکي معاونیت په وړاندیز او د ادارې رهبرۍ په منظورۍ د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" په مشرۍ او د ۱۱ بېلابېلو رئیسانو په ګډون رامنځته شوې کمېټې د خپلو ناستو په لړ کې نن( دوشنبې) د طرح، تحلیلولو، توحید یا یوځای کولو، پالېسۍ، پلان او ریپوټ ورکولو کړنلاره مطالعه او تصویب کړه.
دغه راز، کمېټې په دې ناسته کې د نوموړې ادارې له معیاراتو سره سم له غزني څخه کابل ولایت ته د یو تن بندي د لېږد په اړه قانوني او اصولي پرېکړه وکړه.
همداشان، کمېټې په خپلې دې ناسته کې د بېلابېلو کاري برخو له چارو د عملي څارنې پر پلان هم تر خبرو وروسته د تایید مهر ولګاوه.
هېره دې نه وي، چې یادې کمېټې په تېرو ۵ ناستو کې، د کمېټې د ناستو د څرنګوالي، د بندیانو او محجوزینو د ورزشی کړنلارې، د ملکي خدمتونو د بستونو د دندو د لایحو، د بندیانو د حضوري ملاقاتونو د کړنلارې، په کشفي او امنیتي اورګانونو کې د تورنو د ساتلو د څرنګوالي په اړه د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د تطبیق، د ولایتي نظارتي پلان، د صعب العلاجو بندي ناروغانو د څرنګوالي او د بندیانو شکایتونو ته د رسېدنې د لارښود او یو لړ نورو مهمو مسایلو په اړه بحث او لازمې پرېکړې کړې دي.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو ناڅرګندو مسایلو څپړل او بحث کول دي.

ربېع الاول- ۲۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱
Background image

ولایتي خبر: (بادغیس) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بالا مرغاب او غورماچ ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړلهد زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه د بادغیس ولایت د زندان امر ملا سید باران

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه د بادغیس ولایت د زندان امر ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د دې ولایت د بالا مرغاب او غورماچ ولسوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

BACK TO NEWS