د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مقام د لارښوونې له مخې، د کندز ولایت د زندان ریاست په کوربه‌توب، د کندز زون د زندانونو د مسؤلینو د همغږۍ مجلس ترسره شو.

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۱۰
65645

په دغه مجلس کې د کندز ولایت د زندان رئیس محترم حاجي ملا نعمت‌الله "سراجي"، د بدخشان ولایت د زندان رئیس محترم ډاکټر درمحمد صفدر، د تخار ولایت د زندان آمر محترم قاري محمد انور بشیر او د بغلان ولایت د زندان آمر محترم ملا ګل ‌محمد بلخي ګډون کړی و.

د کندز ولایت د زندان رئیس محترم حاجي ملا نعمت‌الله سراجي د دغه ډول ګډو ناستو جوړېدل یې د ستونزو د حل، د کاري تجربو د شریکولو او د چارو د لا ښه والي لپاره مهم او مثبت ګام وباله.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د زون په کچه دې هره میاشت د همغږۍ دا ډول مجلسونه ترسره شي، څو د زندانونو مسوولین وکولی شي خپلې ستونزې او کاري تجربې له یو بل سره شریکې او د حل لپاره یې ګډې لارې چارې ولټوي.

همدارنګه، په دغه مجلس کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اصولو، مقرراتو او طرزالعملونو مطابق پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې، د اړوندو لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وشو او ځینې موضوعات د ټولو ګډونوالو تر هوکړې او لاسلیک وروسته د لا غور او پرېکړې په موخه د ادارې مقام ته وړاندې شول.

د یادونې وړ ده، چې د دغې همغږۍ ناستې موخه د زون په کچه د زندانونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د ستونزو حل او د اداري چارو لا ښه تنظیم دی.

 

جمادي الاول ۲۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۵
Background image

ولایتي خبرونه: (زابل، لوګر) د زابل ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل څخه  د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د مطالعې په اړه ازموینه واخیستل شوه

د دغه زندان امر محترم ملاحکمت الله "خطاب" په داسې حال کې چې یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود، د الرباط فکري او کلتوري ادارې له لوري، د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د یادې ادارې د مرکزي برخو له نظامي مسوولینو سره د چارو د لا ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړله

په دې ناسته کې، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد"، د قرارګاه د امنیتي قطعې قوماندان محترم مل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۱۱
Background image

ولایتي خبرونه: (خوست، هرات، بغلان) د خوست ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ ترسره شوې

دغه سیالۍ د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) د سپېڅلي بشر کتاب تر عنوان لاندې په لاره اچول شوې او د یاد زندان (۱۸۹) تنو  زندانیانو په کې ګډون کړی و.

د نوموړي زندان امر محترم قاري سمیع. . .

BACK TO NEWS