د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ د غزني ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله
د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم "جهادیار" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالطیف"سجاد" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان څخه د لیدنې پرمهال مسوولینو سره پر اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې او هغوی هم ورته له خپله اړخه د زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړلې.
داراز، د محترم مولوي سجاد په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.
جمادي الاخر ۲۵/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
