د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي او ملکي کارکوونکو لپاره د موټر چلونې لس ورځنی کورس پیل شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۹
دریوری

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم الحاج قاري عبدالله همدرد په داسې حال کې، چې یو شمېر نور مسوولین هم ورسره و، د یاد کورس د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل؛ د یاد کورس موخه د ادارې د نظامي او ملکي کارکوونکو د موټر چلونې د مهارتونو لوړول، د عبور او مرور اصولو او مقرراتو په اړه د هغوی د پوهاوي زیاتول او د موټرونو د خوندي او مسلکي چلونې لپاره د کارکوونکو وړتیا لوړول دي.

همداشان، د کارکوونکو چارو رئیس د کورس له ګډنوالو څخه وغوښتل څو له دغه فرصت څخه په کټې اخیستنې د عبور او مرور شرطې ریاست د استادانو له تجربو څخه ښه استفاده وکړي.

د یادونې ده، چې د کورس په بهیر کې به ګډونوالو ته د موټر چلونې عملي او نظري زده‌کړې، د عبور او مرور نښو او اصولو پېژندنه، د موټر د تخنیکي برخو او لومړنیو ستونزو په اړه معلومات او د خوندي موټر چلونې اړوند اړینې لارښوونې وړاندې شي.

 

ربیع الثاني ۲۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۱۳
Background image

د (۱۴۰۵) کال پلان د پلي کېدو او راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه ناسته وشوه

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د نظامي ښوونې او روزنې قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي او ملکي کارکوونکو لپاره د موټر چلونې لس ورځنی کورس پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم الحاج قاري عبدالله همدرد په داسې حال کې، چې یو شمېر نور مسوولین هم ورسره و، د یاد کورس د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل؛ د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د پکتیا ولایت  په زندان کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د جوړېدو چارې پېل شوې

د پکتیا ولایت د زندان په هلو ځلو او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په مالي ملاتړ، په دغه ولایت کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د پکتیا ولایت د زندان رئیس. . .

BACK TO NEWS