د زندانونو چارو تنظیم اداره کې د تفتیش عالي ادارې د ۱۴۰۴ کال کاري موده پای ته ورسېده

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۵۴
تفتیش

د تفتیش عالي ادارې پلاوي د زندانونو چارو د تنظیم عمومي ریاست په اړوندو برخو کې د ۱۴۰۴ مالي کال د څارنې او ارزونې چارې بشپړې او راټول شوي معلومات یې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ سره شریک کړل.

د تفتیش عالي ادارې مرکزي بودیجې رئیس محترم مولوي محمد حسن "موسي زي" وویل، د څارنې په ترڅ کې د ادارې د عوایدو او لګښتونو حسابونه، اسناد او اجرایي کړنلارې په دقت وڅېړل شوې او اړوند سپارښتنې د لا ښه همغږۍ او اصلاح لپاره د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړې.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، مالي او بودجې رئیس محترم مشعل "حکمت" او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، په مالي چارو کې د استخباراتو د صفر ۸ ریاست استازي محترم شفیع الله "غزنوي" هم شتون درلود، د تفتیش ادارې له پلاوي مننه وکړله او ویې ویل؛ چې د هغوی سپارښتنې به د ادارې د عوایدو او لګښتونو حسابونه  د شفافت او لا پرمختګ لپاره عملي کړي.

د تفتیش ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پروسه د مالي او اداري د فعالیتونو د شفافیت او اغېزمنتیا د ارزونې په موخه ترسره شوې وه، او نوموړې اداره ټینګار کوي، چې د څارنې او تفتیش دوام د شفافیت د ټینګښت، د قانون د حاکمیت او د اداري اصلاحاتو لپاره او دا لړۍ به په راتلونکي کال کې هم د پلان سره سم روانه وي.

 

صفر المظفر ۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د کلنۍ همغږۍ ناسته ترسره شوه

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ترمنځ د کلنۍ همغږۍ ناسته ترسره شوه، چې په کې د ۲۰۲۶ میلادي کال په ترڅ کې د یادې کمېټې په ملاتړ د تطبیق شوو پروژو او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د نورستان د کامدېش توقیف خونې نظامي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې ل ۱۵ ورځنی ښوونیز سمینار پای ته ورسېد

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د توقیف خونې امریت د نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی ۱۵ ورځنی مسلکي، دیني، عقیدتي او اصلاحي ښوونیز سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

کونړ زندان ته نوی نظامي مدیر معرفي شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" محترم سمونمل قاري بسم الله د کونړ ولایت زندان د نوي نظامي مدیر په توګه د. . .

BACK TO NEWS