د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ولایت په مرکزي زندان کې د قرآن عظیم الشان د تفسیر ختم ترسره شو
د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي زندان کې زندانیانو او توقیفیانو ته د قرآن عظیم الشان د تفسیر ختم په مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال محترم قاري حبیب الله "بدر" د ادارې مسوولینو او یو شمېر نورو دیني علماوو ګډون درلود.
په دې مراسمو کې د زندانونو چاور د سمون ادارې نظامي مرسیتال وویل (( په راتلوونکي کې پلان لري چې د ښوونځیو او مدرسو تر څنګ بندیانو ته د حرفوي زده کړو زمینه لانور هم مساعده کړي)).
محترم "بدر" زیاته کړه چې د ا.ا.ا مشرتابه د سزا د عفوې او تخفیف فرمان په اساس د زندانیانو د خوشې کولو لړۍ دوام لري.
نوموړي د یاو کسانو څخه وغوښتل چې د یو مؤمن او متدین شخص په حیث خپلو کورنیو سره یو ځای شي او ټولنې ته د خدمت جوګه او په راتلوونکي کې د جرم مرتکب نه شي.
محترم "بدر" زیاته کړه؛ خپلو امکاناتو ته په کتو سره به زندانیاتو ته لازمې اسانتاوې برابري کړي.
د یادونې وړ بولو، چې نوموړې اداره د دې ترڅنګ د ټولو زندانیانو لپاره د دیني او عصري زده کړو بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده، څو یې پرمټ زندانیان وکولی شي د بند تر مودې پایته رسېدو وروسته په راتونکي ژوند کې ترې مثبته ګټه پورته او له ناوړه کړنو لاس واخلي او خپل هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.
رمضانالمبارک ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت