د تخار ولایت د زندان ۳۰ تنو نظامي پرسونل ته یو ورځینی روزنیز سمینار ترسره شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۹:۵۳
تخار

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما دفتر په همکارۍ تېره ورځ، د نوموړي ولايت د زندان ياد شمېر نظامي پرسونل ته په دې يو ورځيني روزنيز سیمینار کې، د ظرفیت لوړونې او د بشرې حقونو د اصولو او معیارونو د رعایت په اړه لازم معلومات وړاندې شول.
د دغه سيمينار ګډونوالو د دا ډول پروګرامونو پلي کول د دوی د ورځنيو چارو په ښه او معياري توګه ترسره کولو لپاره ګټور بللو ترڅنګ، د زده کړو مسايلو د عملي کولو ژمنه يې وکړه. 
د زندانونو چارو د سمون اداره د يوناما دفتر دا ګام ستايي او له يوناما او نورو ملي او نړيوالو همکارو اورګانونو او بنسټونو څخه په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ هيله لري.

ربېع الثاني- ۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS